Cairo Declaration on Human Rights in Islam
English پښتو دری
Cairo Declaration of Human Rights in Islam was approved by Organization of Islamic Conference on August 5, 1990 in Cairo, Egypt. The declaration is the summary of human rights from Islamic perspectives and has 25 articles.
د بشري حقونو اسلامي اعلامیه یا په اسلام کې د بشري حقونو په اړه د قاهرې اعلامیه هغه اعلامیه ده چې د ۱۳۶۹ کال د زمري میاشتې په ۱۵ نېټه چې د ۱۹۹۰ کال د آګست میاشتې له ۵ نېټې سره سمون خوري، د اسلامي کنفرانس د سازمان لخوا د قاهرې په ښار کې تصویب شوه. دا اعلامیه د اسلام له نظره بشري حقونو ته کتنې یوه لنډه ټولګه ده او ۲۵ مادې لري.
اعلامیۀ اسلامی حقوق بشر یا اعلامیۀ قاهره درباره حقوق بشر در اسلام اعلامیه‌ی است که توسط سازمان کنفرانس اسلامی در 15 اسد 1369 مطابق با 5 اگست 1990 در شهر قاهره تصویب شد. این اعلامیه، خلاصه‌ی از نگاه اسلامی به حقوق بشر را فراهم می‌کند و دارای 25 ماده است.
Article 6 (a) of Cairo Declaration on Human Rights in Islam: Woman is equal to man in human dignity, and has rights to enjoy as well as duties to perform; she has her own civil entity and financial independence, and the right to retain her name and lineage.
د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې شپږمه ماده الف : دانساني حيثيت له پلوه ښځه له نارينه سره برابره ده او په كومه اندازه چي ښځه دندي لري په همغه اندازه د حقونو څخه هم برخمنه ده او د مدني شخصيت لرونكې مستقله مالي ذمه او د خپل نوم او نسبت د ساتني حق هم لري.
مادۀ ششم اعلامیۀ اسلامی حقوق بشر: الف: در حیثیت انسانی، زن با مرد برابر است و به همان اندازه که زن وظایفی دارد، از حقوقی نیز برخوردار است و دارای شخصیتی مدنی و ذمه مالی مستقل و حق حفظ نام و نسب خویش را دارد.
Article 9 (a) of Cairo Declaration on Human Rights in Islam: (a) The question for knowledge is an obligation and the provision of education is a duty for society and the State. The State shall ensure the availability of ways and means to acquire education and shall guarantee educational diversity in the interest of society so as to enable man to be acquainted with the religion of Islam and the facts of the Universe for the benefit of mankind.
د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې نهمه ماده الف : د علم زده كړه يو ه فريضه ده او ښوونه په ټولنې او دولت يو واجب امر دی، پر دولت باندي لازمه ده چي د ښونې او روزنې د تر لاسه کولو لارې چارې او شرايط برابر کړي او هغه په داسي توګه تامين کړي چي د ټولنې خير او ښګینه پكي وي او انسان ته موقع ورکړي چي داسلام د دين او د هستي د حقايقو په اړه معرفت او پيژندگلوي ترلاسه کړي او هغه د بشريت د خير او ښګینې لپاره وكاروي.
مادۀ نهم اعلامیۀ اسلامی حقوق بشر: الف: طلب علم یک فریضه است و آموزش یک امر واجب است بر جامعه و دولت، و بر دولت لازم است که راه ها و وسایل آن را فراهم نموده و متنوع بودن آن را بگونه¬یی که مصلحت جامعه را برآورده سازد، تآمین نماید و به انسان فرصت دهد که نسبت به دین اسلام و حقایق هستی معرفت حاصل کند و آن را برای خیر بشریت به کار گیرد.
Article 13 of Cairo Declaration on Human Rights in Islam: Work is a right guaranteed by the State and Society for each person able to work. Everyone shall be free to choose the work that suits him best and which serves his interests and those of society. The employee shall have the right to safety and security as well as to all other social guarantees. He may neither be assigned work beyond his capacity nor be subjected to compulsion or exploited or harmed in any way. He shall be entitled - without any discrimination between males and females - to fair wages for his work without delay, as well as to the holidays allowances and promotions which he deserves. For his part, he shall be required to be dedicated and meticulous in his work. Should workers and employers disagree on any matter, the State shall intervene to settle the dispute and have the grievances redressed, the rights confirmed and justice enforced without bias.
د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې دیارلسمه ماده كار هغه حق دي چي دولت او ټولنه يي بايد هر هغه چا لره چي د تر سره كولو توان يې لري تضمين كؤي هر څوک په هغه بڼه چې د ده او ټولنې خير ښیګڼه په كي خوندي وي د وړ كار په غوره كولو كي د ازادي حق لري. هر كارګر حق لري چي د ټولنیزو تاميناتو ،روغتيا او امينت څخه برخمن وي او په داسي كارونو و نه گمارل شي چي توان يې ونه لري او يا هغه په زور سره يو كار ته اړ کړي شي او يا ورڅخه ناوړه ګټه واخیسل شي او يا ورته زيان ورسي. هر كارگر كه نارينه وي او كه ښځینه حق لري چې د ترسره شوي كار په بدل كې عادلانه اجوره ترلاسه كړي او هم د استحقاقي ترفيع گانو او د رخصيتو څخه د ګټې اخستلو حق لري او په عين حال كي موظف دي چي په خپل كار كي صداقت او ریښتنولي ولري، كه چيرې كارگران د كار فرمايانو سره اختلاف پيدا كؤي، دولت موظف دی چي د دغه اختلاف او د ظلم د له منځه وړلو لپاره او د حق وركړې ته د پابندی په منظور پرته د دي چې د كوم يوه لوري په ګټه فیصله وکړي، مداخله وكړي.
مادۀ سیزدهم: کار حقی است که باید دولت و جامعه برای هر کسی که قادر به انجام آن است، تضمین کند. هر انسان آزادی حق انتخاب کار شایسته را دارد به گونه¬یی که هم مصلحت خودش و هم مصلحت جامعه برآورده شود. هر کارگری حق دارد از امنیت و سلامت و دیگر تآمینات اجتماعی برخوردار باشد و نباید او را به کاری که توانش را ندارد واداشت یا او را به کاری اکراه نمود یا از او بهره¬کشی کرد یا به او زیان رساند و هرکارگری بدون فرق میان مرد زن حق دارد که مزد عادلانه در مقابل کاری که ارائه میکند سریعآ دریافت نماید و نیز حق استفاده از مرخصیها و پاداشها و ترفیعات استحقاقی را دارد و در عین حال مؤظف است که در کار خود اخلاص و درستکاری داشته باشد و اگر کارگران با کار فرمایان اختلاف پیدا کردند، دولت مؤظف است برای حل این اختلاف و از بین بردن ظلم و اعادۀ حق و پایبندی به عدل بدون اینکه به نفع طرفی عدول کند، دخالت نماید.