نن ورځ د مارچ په دولسمه د مشارکت برنامی په
همکاری په کونړ ولایت کی د ښکلا رادیو له لاری د ګردی میز برنامه ترسره شوه، د ښځو
ونډه په سیاست کی، تعلیم ته د ښځو لاسرسی، سیاست کی د ښځو ونډه، د صلح په تړون کی
د ښځو د حقوقو مصؤنیت، د ښځو اقتصادی توانمندی او دی ته ورته نور اړین موضوعات مو
د بحث اساسی موضوعات وو.
د بحث ګډونوال مو د کونړ ولایت د حج اوقاف
پخوانی رئیس مولوی محمد انور، د استناف څارنوالی د اطفالو څارنوال محترم سردار
همدرد، د ښځو چارو محترمه رئیسه سهیلا بابر، د پوهنتون استاد محترم خالقیار صافی
او د عدالت ته د لاسرسی ائیتلاف غړی محترم رحمت الله شاکر وو.
2020-03-12 15:33:32